د چین په هیلونګجیانګ ایالت کې د یوه ښوونځي د چت د نړېدو په پایله کې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په چین کې د یو ښوونځي د چت د نړېدو له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
د چین په هیلونګجیانګ ایالت کې د یوه ښوونځي د چت د نړېدو په پایله کې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د شينهوا اژانس د خبر له مخې، پرون يکشنبې په ماښام د ښوونځي د جيم چت نړېدلی دی.
د سیمې د اور وژنې او ژغورنې ډلو خبري رسنیو ته ویلي چې د چپ د نړېدو پر مهال په تالار کې ۱۹ کسان موجود وو.
په داسې حال کې چې تر نړېدلي چت لاندې نه ۴ تنه په خپلو هلو سره سره وتلي دي ۱۵ تنه نور د نړېدلي چت لاندې بند پاتې دي.
چارواکو اعلان کړی، چې په بېړۍ کې د ۱۱ کسانو جسدونه رسېدلي او ۴ تنه په ټپي حالت کې ژغورل شوي دي.
په لومړنیو څیړنو کې معلومه شوه چې د ښوونځي د جیم د جوړولو پر مهال په چت کې په غیرې قانوني توګه د پرلیټ په نامه یوه ماده کارول شوې وه.
ویل شوي، چې دغه مواد د بارانونو پر مهال اوبه جذبوي او درانه کېږي، چې د چت د نړېدو لامل شوی دی.
همداشان د نوموړې پیښې په اړه په ترسره شوو تحقیقاتو کې د چت د جوړولو مسئولین نیول شوي دي.