یو ۲۰ کلن امریکايي عسکر په خپله خوښه  شمالي کوریا ته پناه وړې ده.

یو تن امریکايي سرتیری شمالي کوریا ته تښتیدلی دی

2013325
یو ۲۰ کلن امریکايي عسکر په خپله خوښه  شمالي کوریا ته پناه وړې ده.

یو ۲۰ کلن امریکايي عسکر په خپله خوښه  شمالي کوریا ته پناه وړې ده.

 امریکايي عسکر چې په خپله خوښه د شمالي کوریا له پولې اوښتی  په ​​پوله کې د پوځیانو لخوا نیول شوی دی.

داسې انګیرل کیږي چې امریکایی سرتیری د انضباطي سرغړونو په اړه د پوښتنو ګروېږنو له امله شمالي کوریا ته تښتیدلی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د دفاع وزير لويد آسټن اعلان وکړ چې يو امريکايي پوځي شمالي کوريا ته تللی دی. آسټین وویل د نوموړي امریکايي سرتیري د روغتیا په اړه چې ایا ښه به وي او که نه اندیښمن دی.

چارواکو د امریکا اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه سرتیری شل کلن ټراویس کنگ نومیږي. دا معلومه شوه چې کینګ په سویلي کوریا کې د برید په تور د زنداني کیدو نه وروسته خوشې شوی وو. دا هم ویل شوي چې دغه سرتیري په امریکا کې انضباطي جرمونه درلودل، د امریکايي چارواکو په وینا تمه وه چې نوموړی امریکايي سرتیری  د تحقیقاتو  لپاره د تکزاس ایالت فورټ بلیس  استول شوی وای.

هغه هوايي ډګر ته وړل شوی وو خو  امریکایی سرتیری په یوه ځانګړي سفر کې د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ غیر نظامي سیمې لپاره د یوې سیاحتي ډلې سره یو ځای شوی وو او ځان يي هلته رسولی وو.، دلته د پانمونجوم په کلي کې، هغه په ​​​​خپله خوښه د شمالي کوریا غاړې ته تیر شو او ونیول شو. امریکايي چارواکو د شمالي کوریا له پوځ سره د مسلې د حل لپاره تماس نیولی دی.



اړوند خبرونه