په هند کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۱۵۰ تنو ته لوړ شو
په هند کې د سېلابونو د ناورین په پایله کې د مړو شمیره ۱۵۰ تنو ته لوړه شوه چې ۳۴ تنو يي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
2013411
په هند کې د سېلابونو د ناورین په پایله کې د مړو شمیره ۱۵۰ تنو ته لوړه شوه چې ۳۴ تنو يي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د اتراکنډ په ایالت کې د یامونا سیند اوبه د اسلامي معمارۍ مهم اثر تاج محل ته رسیدلي دي.
د سي ان ان د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې د یامونا سیند اوبه، چې د ګنګا سیند تر ټولو لوی سیند تغذیه کوي، شاوخوا ۲۰۸ متره لوړ شوی او تاج محل یې محاصره کړی دی.
کارپوهانو اشاره وکړه چې د سیلابونو ناورین په هند کې معمول دي، مګر د اقلیم بدلون د دې سیلابونو شدت او تعدد زیات کړی دی.