په هند کې ۲۶ سیاسي ګوندونو د واکمن بي جي پي ګوند پر خلاف ائتلاف وکړ
په هند کې، ۲۶ سیاسي ګوندونو د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) پر وړاندې ائتلاف وکړ.
په هند کې، ۲۶ سیاسي ګوندونو د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) پر وړاندې ائتلاف وکړ.
د هند ۲۶ سیاسي ګوندونو پدې ائتلاف د ( د هندوستان ملي پراختیا هر اړخیز ائتلاف) نوم ایښی دی.
نوموړو ۲۶ ګوندونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي "زموږ د جمهوریت اعتبار د بی جي پی ګوند لخوا په سیستماتیک ډول تر برید لاندې دی، او د هند د اساسي قانون پر بڼسټ ولاړ سیکولر، دیموکراتیک، اقتصادي حاکمیت، ټولنیز عدالت او فدراليزم بڼسټونه په سیستماتیک او وحشیانه توګه له مینځه وړل کیږي."
د هند د ملي کانګرس ګوند مشر ملکارجن خرګي په بنګلور ښار کې جوړه شوې غونډې ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د ورته نظرونو سره ۲۶ ګوندونه سره راټولید او د یو ګډ ائتلاف جوړول یو ډیر لوی بریالیتوب دی . هغه وویل چې د ائتلاف راتلونکې غونډه به د هیواد په اقتصادي مرکز د ممبي په ښار کې وکړي.
هغه دې ته په اشارې سره وویل چې دا ائتلاف "د هیواد د ډیموکراسۍ او اساسي قانون د ژغورلو لپاره رامینځته شوی" دا اتحاد د بیکارۍ، انفلاسیون او د هیواد نورو مهمو ستونزو سره د مبارزې په خاطر جوړ شوی دی.
د نوموړي ائیتلاف یوې بلې شریکې د لویدیځ بنګال لومړۍ وزیرې ممتا بنرجي ویلي، د دلیت او نور اقلیتونه، چې د هیواد په ذات سیستم کې تقریبا هیڅ حق نه لري او په هیواد کې د ټیټې طبقې استازیتوب کوي، د جدي خطر سره مخامخ دي.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې، بی جي پی ګوند د فدرال پارلمان یا خلکو اسمبلۍ (لوک سبا) کې د ۵۴۳ څوکیو نه د ۳۰۰ څوکیو په ترلاسه کولو سره اقتدار ترلاسه کړی وو.
د هند راتلونکې عمومي ټاکنې به په ۲۰۲۴ کال کې ترسره شي.