ناټو مشر : د روسیې لخوا د تورسمندرګي د غلو تړون لغوه کول په کلکو ټکو غندو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوې د  روسیې لخوا  د ترکیې او ملګرو ملتونو له هڅو سره سره د غلو  له تړون څخه وتل په کلکه توګه غندي.

2012837
ناټو مشر : د روسیې لخوا د تورسمندرګي د غلو تړون لغوه کول په کلکو ټکو غندو

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوې د  روسیې لخوا  د ترکیې او ملګرو ملتونو له هڅو سره سره د غلو  له تړون څخه وتل په کلکه توګه غندي.

سټولټنبرګ  د نوموړې مسئلې په اړه د  ټولنیزې رسنۍ له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي، " زه  د روسیې لخوا زمونږ  د متحد تورکیې او ملګرو ملتونو سازمان د ټولو  هڅو سره سره د تور سمندرګي د غلې له نوښت څخه په یو اړخیز ډول د وتلو پریکړه غندم."

سټولټنبرګ وویل چې "په اوکراین کې د روسیې ناقانونه جګړه د نړۍ په میلیونونو خلکو ته زیان رسوي."

د خوراکي توکو په نړیوالو نرخونو باندې د اوکراین د روسیې د برید د اغیزو د کمولو په موخه، ملګرو ملتونو، روسیې، تورکیې او اوکراین د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲ په استانبول کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون لاسلیک کړ.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کریملین) ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې د تور بحیرې د غلو دهلیز تړون  موده چې پرون پایته ورسیده  لغوه شوی او روسیه به د اړوندو شرایطو د پلي کیدو په صورت کې دغه تړون ته  بیرته راستون شي.

د بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی د لویدیځ لخوا د روسیې پر سرې او خوراکي توکو د بندیزونو د لرې کیدو په صورت کې به روسیه د تورسمندرګي تړون ته بیرته ستون شي.



اړوند خبرونه