په جنوبي کوریا کې د سیلابونو او مځکښویدنو په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په جنوبي کوریا کې د تیرې اونۍ د بارانونو له امله د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۴۰ تنو ته ورسید.
په جنوبي کوریا کې د تیرې اونۍ د بارانونو له امله د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۴۰ تنو ته ورسید.
د یونهاپ د راپور له مخې، د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه تر ۱۰ زرو ډېر کسان له سیمې ایستل شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او امنیتي تدابیرو مرکزي ادارې ویلي دي، د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی او ۳۴ تنه ټپیان شوي دي.
په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله د ۱۳۹ کورونو په ګډون د ویجاړو شویو ودانیو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی دی.
د ژغورنې هڅې دوام لري، چارواکي د مړو او لادرکه شویو په شمیر کې د زیاتوالي په اړه اندیښنه لري.د کورنیو چارو او امنیت وزارت د هوا پېژندنې د کارپوهانو خبرداری وروسته د تدابیرو کچه تر ټولو لوړې کچې لوړه کړه.
په جنوبي کوریا کې د تیر کال اګست په میاشت کې د سختو بارانونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي وو او په ۲۰۲۰ کال کې په ټول هیواد کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله ۴۸ تنه مړه شوي وو.