په مکسیکو کې پر پولیسو خونړی بمي  برید شوی دی.

د مکسیکو په جالیسکو ایالت کې د تالاجومولکو په ښار کې، د پولیسو د موټرو د تیریدو پر مهال د سړک پر غاړه بم  وچاودید.

2011236

د پولیسو پر موټرو د ماین د چاودنې په پایله کې ۶ تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

 د جالیسکو ایالت والي اینریک الفارو د پیښې په اړه په یوه بیان کې وویل چې دا برید د یو سازمان شوي جرمي سازمان لخوا تنظیم شوی ترهګریز عمل دی. له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ شمېر روغتیايي ډلې واستول شوې او ټپي پولیس یې د درملنې لپاره روغتون ته یووړل. پیرامیډکس دا هم ویلي چې د ځینو وژل شویو جسدونه د پیژندلو وړ ندي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې  پوليسو شپې پر مهال په سيمه کې په سړک څو جسدونه پراته دي په اړه یو نامعلوم راپور کړی کړی وو. پولیس د سیمې پر لورې روان وو چې پر سړک د تېرېدو پر مهال پرې بريد وشو. د دغه بريد د عاملينو د نيولو لپاره، د فدرالي چارواکو په ګډون عمليات پيل شوي.

پيوندونه: #برید , #پولیس , #مکسیکو

اړوند خبرونه