د یونان په ساحل کې د ډوپې شوې کډوالو کښتۍ په اړه نوې ادعا رامنځته شوې
یونان یو څه موده مخکې ددې هیواد په سواحلو کې په دوبه شوې د کډوالو کښتۍ په پیښه کې د خپل رول د پټولو په خاطر پر کډوالو چپه خوله پاتې کیدو په خاطر فشار راوړی دی
داسې ادعاء شوې چې د یونان ساحلي ګارډ ځواکونو د مورا په ټاپو کې رامنځته شوې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې ژوندي ژغورل شوو کډوالو ته ویلي دي چې ددې پیښې په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړي. ویل کیږي یوناني ځواکونو پدې پيښه کې د یوناني چارواکیو د رول د پټولو هڅه کړې ده .
بي بي سي راپور ورکړی چې ددې پیښې نه ژوندي ژغورل شوو کسانو ویلي چې کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې د یونان د ساحلي ګارد ځواکونو لخوا کښتۍ د کیبلونو په وسیله وچې ته د راښکدولو هڅه کیده. همداشان پدې پیښه کې ژوندي ژغورل شوو کسانو ته ویل شوي وو چې د پیښې په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړي او چپه خوله پاتې شي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د یونان د ساحل ګارډ ټیمونو په مهاجرینو فشار راوړی چې په کښتۍ کې سپاره ۹ تنه مصري د انسان قاچاق وړونکي تشخیص کړي.
د کالاماتا څارنوال او تحقیقاتي قاضي د جون په ۲۰ مه د هغو ۹ مصریانو د نیولو امر وکړ چې له کښتۍ څخه تښتیدلي وو او د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوي وو.
د جون د میاشتې په ۱۴ نیټه د یونان د مورا ټاپو اړوند ناوارین څخه ۴۷ سمندري میله لرې په نړیوالو اوبو کې د کب نیونکو یوه کښتۍ ډوبه شوه . ژغورونکو پدې پیښه کې د ۸۶ تنو مړي وموندل او ۱۰۴ تنه ژوندي وژغورل شوي . همداشان د پیښې ژوندي ژغورل شوي کډوال کالاماتا بندر ته وړل شوي وو
تلیفون زنګ ملکي ټولنې په وینا پدې کښتۍ کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو شتون درلود .
یوناني مطبوعاتو هم پدې پیښه کې د یونان د ساحلي ګارډ ځواکونو د غفلت کولو ادعا کړې وه.
د یونان د حکومت د مخالف ائتلاف مشر الکسیس چیپراس ددې پیښې نه وروسته د کالاماتا بندر څخه لیدنه وکړه. هغه وویل چې د ژغورل شوو کډوالو سره په لیدنه کې کډوالو ورته ویلي دي چې یوناني ځواکونو دا کښتۍ د ایټالیا د اوبو پر لورې د ټیل وهلو هڅه کوله.