ستولتنبرګ : چین به د ۲۰۳۵ کاله پورې ۱۵۰۰ اټومي‌ سرګلوله لرونکي‌‌ توغندي‌ ولري

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی اټکل کوي چې چین به تر ۲۰۳۵ کال پورې ۱۵۰۰ اټومي سرګلولې لرونکي‌ توغندي چې ټولې شمالي امریکا او اروپا ته رسېدلی شي ولري.

2010858

سټولټنبرګ د ناټو د سرمشریزې په پای کې چې د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیس کې جوړه شوې وه، په یوه خبري کنفرانس کې پوښتنې ځواب کړې.

سټولټنبرګ د چین په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ناټو له سرمشریزې او په تېره بیا له استرالیا، نیوزیلنډ، جنوبي کوریا او جاپان سره د ناټو له خبرو اترو څخه د چین پر ضد سخت پیغامونه موجود دي.

سټولټنبرګ د دې خبرې په ټینګار سره چې امنیت یوازې سیمه ییز نه بلکې نړیوال دی. هغه په پوځي وړتیاوو کې د چین پانګونې ته اشاره وکړه.

سټولټنبرګ وویل "موږ تمه لرو چې چین به تر ۲۰۳۵ کاله  پورې ۱۵۰۰ اټومي سر ګلولې لرونکي‌  توغندیو ولري چې کولی شي ټولې شمالي امریکا او اروپا ته یعني د ناټو خاورې ته ورسیږي. موږ ګورو چې چین څومره نږدې شوی دی."

ینس سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره چې چین د نړۍ ډیری برخو لکه افریقا او د ارکټیک سیمې ته هم رسیدلی دی ، د مهمو زیربناوو د کنټرول هڅه کوي او سایبر فضا ته ننوتی .  ینس سټولټنبرګ وویل چې د ناتو د هند - آرام سمندر سیمه ایز ملګري ، آسټرالیا ، نیوزیلینډ ، سویلي کوریا او جاپان سره په ګډه  د سمندري امنیت ، غلطو معلوماتو  او سایبر پروړاندې مبارزه او ګډ کار کول وته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه