په اوزبیکستان د ترسره شوو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ غیرې رسمي پایلې اعلان شوې .
شوکت میرضیایف یو ځل بیا د اوزبیکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو
په اوزبیکستان د ترسره شوو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ غیرې رسمي پایلې اعلان شوې .
د اعلان شوو لومړنیو غیرې رسمي پایلو له مخې، د لیبرال دیموکرات ګوند نوماند شوکت میرضیایف د ۸۷،۰۵ سلنه رایو په ګټلو سره د ۷ کلونو لپاره یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په اوزبیکستان کې په ټولپوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل له تصویب وروسته چې د اپریل په ۳۰مه ترسره شوه، پرون د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.
د ویلو ده چې د اوزبیکستان د ولسمشریزو پدې ټاکنو کې د دې هیواد په پارلمان کې د ۴ سیاسي ګوندونو د نوماندانو ترمنځه سیالي وشوه.
د اوزبیکستان د ټاکنو د مرکزي کمېسيون مشر زين الدين نظام خوجایف په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې ولسمشر ميرضيايوف په پرونيو ټاکنو کې د ډيموکراسۍ، ملي قوانينو او د نړيوالو قوانينو له اصولو سره سم د ۸۷.۰۵ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره يو ځل بيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
نظام خوجایف د رایو د شمېرنې د پای ته رسېدو په اړه وویل چې په ټول هېواد کې ۱۵ میلیونه ۶۵۱ زره ۴۰۵ رای ورکوونکو خپلې رایې کارولي چې د ټولو ثبت شویو رایه ورکوونکو د شمېر ۷۹.۸۸ سلنه جوړوي. په ټاکنو کې د ګډون کچه ۷۹ عشاریه ۸۸ سلنه وه.
نظام خوجایف ویلي، چې په ټاکنو کې د لیبرال دیموکرات ګوند نوماند شوکت میرضیایف د ۸۷،۰۵ سلنه ، د خلکو دیموکراتیک ګوند نوماند اولوغ بیک عنایتوف ۴.۰۲ سلنه، د اوزبیکستان د ایکولوژي ګوند نوماند عبدالکریم حمزه یف ۳.۷۴ سلنه او د عدالت سوسیال دیموکرات ګوند نوماندې روبا محمودوا ۴.۴۳ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
پدې ډول شوکت میرضیایف یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
نظام خوجایف زیاته کړه چې تر اوسه د ټاکنو د بې نظمیو په اړه کوم شکایت نه دی شوی.