بایدن: دم ګړۍ اوکراین ته د ناټو غړیتوب ورکول ، ناټو د روسیې سره په جګړه کې د ښکیلیدو په معنا دي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، مخکې له دې چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب و ارزول شي، د اوکراین او روسیې جګړه باید پای ته ورسېږي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، مخکې له دې چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب و ارزول شي، د اوکراین او روسیې جګړه باید پای ته ورسېږي.
بایډن له CNN سره په مرکه کې د جولای په ۱۱ او ۱۲ مو نیټو د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیس کې د ناټو سرمشریزې دمخه د ناټو غړیتوب لپاره د اوکراین غوښتنلیک ته اشاره وکړه او ویې ویل: زه فکر نه کوم چې اجماع شتون ولري.
بایډن وویل، د اوکراین او روسیې ترمنځه د جګړې د دوام په صورت کې اوکراین ته د ناټو غړیتوب ورکول او اوکراین په ناټو سازمان کې شاملول به ناټو سازمان د روسیې سره په جګړه کې دخلیه کړي. حال دا چې موږ (ناټو) له روسیې سره په جګړه کې ښکیله او دخلیه نده.
بایډن د دې خبرې په کولو سره چې اوکراین باید د ناټو غړیتوب لپاره نور معیارونه لکه دیموکراتیک کول پوره کړي. بایډن ټینګار وکړ چې د اوکراین د ناټو غړیتوب د ارزونې لپاره باید جګړه پای ته ورسیږي.
بایډن په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دی باور لري چې دغه هېواد به ژر تر ژره له ناټو سره یوځای شي.
بایډن د F-16 عصري کولو لپاره د تورکیې او یونان غوښتنې ته په اشارې سره وویل: "تورکیه د F-16 عصري کولو غوښتنه کوي. همدارنګه د یونان لومړي وزیر (کیریاکوس میتسوتاکیس) هم د مرستې غوښتنه کوي. په حقیقت کې زه هڅه کوم چې تورکیه او یونان پوځي ظرفیت د لوړولو او سویډن په ناټو سازمان کې د داخلولو لپاره یو کنسورشیم جوړولو هڅه کوم . مګر دا پروسه لا پای ته نه ده رسیدلې."