په مکسیکو کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
د مکسیکو په اواکساکا ایالت کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پایله کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د مکسیکو په اواکساکا ایالت کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پایله کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د مکسیکو د اواکساکا ایالت د تالاکسیاکو ښار ته څېرمه د یو مسافر وړونکی بس د چپه کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه. د پېښې ځای ته د بېړنیو مرستو ګڼ شمېر ډلې واستول شوې.
د اوکساکا ایالت د لوی څارنوالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي، چې د دوو تنو حالت يي نازک دی.
د ویلو ده چې دا بس د سهار په لومړیو ساعتونو کې د مکسیکو له پلازمینې څخه د اوکساکا ایالت د سانتیاګو یوسندوا ښار ته د رسیدو لپاره روان و، وروسته له هغه چې چلوونکي د بس کنټرول له لاسه ورکړ بس لاندې درې ته وغورځید.
د اوکساکا ایالت والي سالمون جارا له پېښې وروسته په یوه بیان کې پر پېښه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ټیمونه په سیمه کې د ژغورنې فعالیتونو ته دوام ورکوي.