الهام علي یف : فرانسه باید د خپل استعماري سیاستونو له امله بښنه وغواړي
د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د فرانسې پر استعماري سیاست نیوکه وکړه او وویل فرانسه باید د خپلو استعماري سیاستونو او نسل وژنې له امله له اړوندو هیوادونو څخه بخښنه وغواړي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د فرانسې پر استعماري سیاست نیوکه وکړه او وویل فرانسه باید د خپلو استعماري سیاستونو او نسل وژنې له امله له اړوندو هیوادونو څخه بخښنه وغواړي.
علي یف دا خبرې په پلازمینه باکو کې د ناپییلی غورځنګ د همغږۍ د بیورو د وزیرانو د غونډې په پرانیست غونډه کې وکړې.
الهام علي یف وویل چې فرانسې د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې په خپلو استعمارونو کې د اټومي وسلو په ازموینو سره چاپیریال ته ډیر زیان رسولی دی.
"فرانسه باید د خپلو استعماري سیاستونو او نسل وژنې له امله له اړوندو هیوادونو څخه بخښنه وغواړي. څو ورځې وړاندې د هالنډ پاچا په رسمي ډول د خپل هیواد د استعماري تیریو له امله بښنه وغوښته. موږ هله فرانسې څخه هم د ورته چلند غوښتنه کوو.
" دوی باید د هغو ملیونونو خلکو نه بخښنه وغواړي چې پلرونه یې د استعمار تابع شوي، غلامان شوي او ذلیل شوي دي .همداشان ددوې لخوا په خپلې تاریخي ګناه اعتراف کیدای شي چې ددې هیواد سره په وحشیانه توګه ۱۷ کلن ځوان د وژل کیدو نه وروسته پیل شوي ژور سیاسي، ټولنیز او بشري بحران په حل کې هم مرسته وکړي.
علي یف په فرانسوي مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې د لږکیو پر ضد د توکمپالنې خپرونو او بیانونو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل:
"د پولیسو له خوا د ۱۷ کلن الجزایري نژاده وحشیانه وژنه په دغه هېواد کې د نژاد پرستۍ او اسلام ضد انګیزې ښکارندویي کوي. فرانسه د کورسیکي ژبې په ژبه بندیز لګوي خو ځان په اذربایجان کې د ارمني لږکیو د مدافع په توګه وړاندې کوي، دا منافقت دی. د فرانسې حکومت د دې پر ځای چې نورو ته درس ورکړي، په خپل هېواد کې له کړاوونو سره مبارزه وکړي.»