په هاندوراس کې د ښځو په زندان کې د بلوا په نتیجه کې په لسګونو تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په هاندوراس کې د ښځو په زندان کې بلوا او نښتې رامنځته شوې ده

2002389
په هاندوراس کې د ښځو په زندان کې د بلوا په نتیجه کې په لسګونو تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په هاندوراس کې د ښځو په زندان کې د بلوا په نتیجه کې په لسګونو تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 د هاندوراس پلازمینې ټیګوسیګالپا ته نږدې د تامارا په ښار کې د ( سینټرو فیمینینو ډی اډاپټاسین سوسیال )  د ښځو په زندان کې بلوا پیل شوه. د هاندوراس  د امنیت وزیرې یولیسا ولانیوفا په یوه بیان کې ویلي چې په دې بلوا او  نښتو کې ۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په زندان کې له ګډوډۍ وروسته بیړنی حالت اعلان شو، یو شمېر بندیان ټپي  خوشې شوي‌ دي. په برید کې یو تن ټپي شوي زنداني ویلي، چې نښته هغه مهال پیل شوه، چې یوه  ډله بندیان له AR-15 وسلو سره د زندان لومړۍ حوزې ته ورغلل او دننه یې پر بندیانو ډزې وکړې.

د هاندوراس  د رسنیو د خبر له مخې  د اکثرو بندیانو  جسدونه چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی په سوځیدلي ډول موندل شوي او ادعا کیږي چې برید کوونکي د ۱۸ کسیزې ډلې غړي وو.

له پېښې وروسته د بندیانو خپلوان د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه زندان ته ورغلي، خو چارواکي وايي، د وژل شویو کسانو د هویت د تثبیت هڅې روانې دي.

په هندوراس کې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۸ بندیان د زندان په جګړه کې وژل شوي او په ۲۰۱۲ کال کې تر ۳۵۰ ډېر بندیان په زندان کې د اور لګیدنې له امله  ژوند د لاسه ورکړی وو.

 



اړوند خبرونه