په آلمان کې مړ شوي شپاړلسم پاپ بینیډیکټ څخه په میراث کې پاتې شوی صلیب غلا شوی دی.

په المان کې د کلیسا نه تاریخي‌ صلیب غلا شوی

2002498
په آلمان کې مړ شوي  شپاړلسم  پاپ بینیډیکټ څخه په میراث کې  پاتې شوی  صلیب  غلا شوی دی.

تیر کال په آلمان کې مړ شوي  شپاړلسم  پاپ بینیډیکټ څخه په میراث پات شوی  صلیب  غلا شوی دی.

د سیمې  د مسئولینو په وینا غله  د مونیخ ښار ته څېرمه د ټرانسټین په ولسوالۍ کې د اوسوالډ په ښارګوټي کې کلیسا ته د ننوتو نه وروسته په المارۍ کې ساتل  شوی صلیب یې پټ کړی .

غلا شوی تاریخي صلیب د شپاړلسم  پاپ بینیډیکټ د پیکټورل اړوند وو  چې تیر کال ومړ.

د ویلو ده چې شپاړلسم پاپ د خپلې دندې پر مهال ددې صلیب نه  استفاده کړې وه. همداشان هغه وروسته دا صلیب  دې کلیسا ته په میراث کې پریښی وو.

ویل کیږي چې غلو د کلیسا څخه پیسې هم غلا کړي دي.

د بله پلوه پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د غلو د نیولو په خاطر يي پلټنې پيل کړي‌ دي.


پيوندونه: #صلیب , #کلیسا , #المان

اړوند خبرونه