د استرالیا د پارلمان لخوا د روسیې پر خلاف یوه بله جنجالي‌ پریکړه

د استرالیا پارلمان د جاسوسۍ د خطر له امله، د یوه ځانګړي قانون له مخې پارلمان تر څېرمه د روسیې د سفارت د جوړولو چارې بندې کړې.

2000354
د استرالیا د پارلمان لخوا د روسیې پر خلاف یوه بله جنجالي‌ پریکړه

د استرالیا پارلمان د جاسوسۍ د خطر له امله، د یوه ځانګړي قانون له مخې پارلمان تر څېرمه د روسیې د سفارت د جوړولو چارې بندې کړې.

د استرالیا په پلازمینه کینبرا کې د روسیې د سفارت د جوړولو  روانې ساختماني‌ چارې ودرول شوې. د استرالیا پارلمان د جاسوسۍ د خطر له امله د یوه ځانګړي قانون په تصویبولو سره پارلمان تر څېرمه د روسیې د سفارت ودانۍ جوړولو چارې ودرولې. د ویلو ده چې استرالیا پارلمان  د قانوني هڅو له ناکامېدو وروسته دا ګام اوچت کړ. د اسټرالیا رسنیو ویلي چې د قانون تصویب له پنځو دقیقو څخه لږ وخت واخیست. پداسې حال کې چې نوی قانون به روسیې ته اجازه ورکړي چې خساره ترلاسه کړي، دا به د روسیې په موجوده سفارت اغیزه ونکړي.

اسټراليا لومړي‌ وزیر انتوني البانيز وويل، استخباراتي ادارو په دې اړه "خورا واضح امنيتي مشوره" ورکړې وه. البانيز په اوکراین د روسیې د "غیرقانوني او غیر اخلاقي" یرغل په غندلو سره وویل، "د اوکراین اشغال ته په پام سره، موږ تمه نه لرو چې روسیه دې د نړیوالو قوانینو په اړه خبرې وکړي." پداسې حال کې چې نوي قوانین روسیې ته اجازه ورکوي چې خساره ترلاسه کړي. دا به د روسیې په موجوده سفارت اغیزه ونکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د استرالیا  دا اقدام "یو بل دښمنانه عمل وباله  او وویل چې روسیه به په راتلونکي کې دا په پام کې ونیسي" او ویلي یې دي چې استرالیا "په لویدیځو هیوادونو کې د روسیې ضد ډله ایز دښمني" تعقیبوي.

روسیې په ۲۰۰۸ کال کې د سفارت لپاره  د استرالیا د پارلمان په ۴۰۰ مترۍ کې په اخیستې  ځمکې باندې د سفارت د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل کړ.



اړوند خبرونه