په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنخته شوه

د یونان په سویل کې د پیلوپونیس په نیمه ټاپووزمه  کې  د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه. د لومړنیو د ۷۸ تنو مړي موندل شوي دي.

1999835
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنخته شوه

د یونان په سویل کې د پیلوپونیس په نیمه ټاپووزمه  کې  د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه. د لومړنیو د ۷۸ تنو مړي موندل شوي دي.

د یونان د ساحلي ګارد له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه کښتۍ چې ناقانونه کډوال پکې سپاره وو، د پیلوپونیس نیمه ټاپو وزمه  د جنوب لوېدیځ په ۷۵ کیلومترۍ کې ډوبه شوې او تر اوسه د ۷۸ تنو مړي‌ موندل شوي‌ دي. همداشان  ډېر کسان یې ژغورل شوي‌ هم دي.

یوناني رسنیو اعلان کړی چې په کښتۍ کې تر ۴۰۰ ډېر کډوال سپاره وو چې د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبه شوه.  . د ساحلي ګارډ د ژغورنې  ډلو لخوا  د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.

یوناني‌ چارواکو ویلي چې دا پيښه د ایونین سمندر په نړیوالو اوبو کې رامنځ ته شوې ده. په سیمه کې  د زورورو  بادونو سره سره د ژغورنې پراخه عملیات روان دي.

ویل شوي چې دغه کښتۍ د لیبیا له طبرق له  بندر څخه د ایټالیا پر لور روانه وه.

له دې پيښې  څخه ژغورل شوي کسان د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. چارواکو په ګوته کړه چې په کښتۍ کې هیچا هم  د ژوند ژغورنې احتیاطي‌ واسکټونه  نه و اغوستي.

سیمه ایزو خبریالانو ویلي‌ دي‌ چې د کب نیولو یوه لویه کښتۍ  چې ځینو ادعاوو له مخې ۴۰۰ کډوال پکې سپاره وو او  د ځینو ادعاوو له مخې ۵۰۰  تنه کډوالو پکې سپاره ول او  له لیبیا څخه ایټالیا ته روانه وه د یونان په جنوب کې د پیلوپونیس ټاپو په ۴۷ کیلومترۍ کې په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه. تر اوسه پورې ۷۸ جسدونه له سمندر څخه را ایستل شوي دي.

"دا اندیښنه شتون لري چې د مړو شمیره به ډیره زیاته لوړه ش. د یونان ساحلي  ګارډ ځواکونو  د ایټالیا د ساحل ګارډ ځواکونو د  خبرتیا نه وروسته  سیمې ته ورسید. یوناني‌ ځواکونو چې کله په سیمه کې دا کښتۍ تثبیت کړه له کښتۍ څخه وپوښتل چې ایا مرستې ته اړتیا لري‌ او که نه ؟ د کښتۍ لخوا ورته مرستې ته اړتیا نه لرو ځواب ورکړ شو.  دا نه ده معلومه چې دا رد ځواب د چا له خوا ورکړل شوی دی.د یونان په رسنیو کې ادعا شوې کله چې کښتۍ په ډوبیدو شوې ده ځیني‌ کډوالو له کښتۍ نه د ځانونو د غورځولو هڅه کړې خو د انسان د قاچاق وړونکو لخوا يي مخه نیول شوې ده.

په سیمه کې د ژغورنې او لټون چارې دوام لري.



اړوند خبرونه