امریکا منځتي ختیځ کې اف ۲۲ جنګي الوتکې ځای په ځای کړې
امریکا متحده ایالتونو په سیمه کې د روسیې د الوتکو د "ناامنه کړنو" له امله منځني ختیځ ته F-22 جنګي الوتکې واستولې.
امریکا متحده ایالتونو په سیمه کې د روسیې د الوتکو د "ناامنه کړنو" له امله منځني ختیځ ته F-22 جنګي الوتکې واستولې.
د امریکا د مرکزي قوتونو قوماندانۍ (CENTCOM) له خوا په یوه لیکلي بیان کې راغلي، په سیمه کې د روسیې د الوتکو د زیاتیدونکي خطرناک او غیر مسلکي چلند په مقابل کې د امریکا متحده ایالتونو هوایي ځواک د امریکا د هر اړخیز ملاتړ او ظرفیت د یوې برخې په توګه د امریکا د مرکزي قوتونو د ماموریت په ساحه کې F-22 جنګي الوتکې ځای په ځای کړي دي.
د امریکا د مرکزي قوتونو قوماندان جنرال مایکل کوریلا وویل،
د روسي ځواکونو غیر خوندي او غیر مسلکي کړنې هغه کړنې دي چې د یوه مسلکي هوايي ځواک څخه تمه نه کیږي. روسیې هوايي ځواکونه د معاهدو او تړونونو سره د ټاکل شوو د الوتنو په سیمو کې د نښتو د مخنیوي په موخه د تدابیرو نه په دوامداره توګه سرغړونې کړي دي. د همدې امله امریکا اړ شوه چې سیمه کې اف ۲۲ الوتکې ځای په ځای کړي.