په سوریه کې د چورلکې د سقوط په پیښه کې ټپي شوي‌ امریکايي سرتیري‌ د درملنې لپاره جرمني‌ ته واستول شول

په سوریه کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۰ تنه ټپي شوي امریکايي سرتېري جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

1999255
په سوریه کې د چورلکې د سقوط په پیښه کې ټپي شوي‌ امریکايي سرتیري‌ د درملنې لپاره جرمني‌ ته واستول شول

په سوریه کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۰ تنه ټپي شوي امریکايي سرتېري جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د نیویارک ټایمز  ورځپاڼې  د راپور له مخې په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې  په موخه میشتو د امریکا د کومانډو د قطعې ۱۰ تنه سرتیري چې د یوې چورلکې د سقوط په پیښه کې ټپي شوي وو د درملنې په موخه جرمني‌ ته انتقال شوي‌ دي.

د امریکا درې تنو لوړپوړو پوځي چارواکیو  د یکشنبې په ورځ د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د یوې چورلکې د سقوط نه خبر ورکړ. د نوموړو چارواکیو په وینا پدې پيښه کې ۲۲ تنه امریکایي سرتیري‌ ټپيان شوي‌ وو.  ویل کیږي‌ نوموړي‌ امریکايي سرتیري  د ډیلټا ځواک د کومانډو د پټې قطعې غړي وو چې د داعش پرضد د عملیاتو دنده یې درلوده.

چارواکو یادونه وکړه چې د کومانډو ځواکونو یوه MH-47 چینوک چورلکه د ناڅرګند لامل له امله نسکوره شوه. په پیښه کې د ټپي شوو ۲۲ تنو سرتیرو نه  د لسو تنو روغتیایي حالت ښه نه وو چې  د لا ښې درملنې په موخه  جرمني کې د امریکا طبي روغتون ته وړل شوي. ویل کیږي  د نوموړو سرتیرو نه یو هم د مرګ د ګواښ سره مخامخ ندی.

د پنټاګون مرکزي قوتونو  قوماندانۍ، چې په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د عملیاتو څارنه کوي، د دوشنبې په شپه په یوه لنډ بیان کې وویل چې د سوریې په شمال ختیځ کې د یوې "چورلکې د  غورځېدو" له امله تر ۲۰ زیات پوځیان ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۱۰ تنه عسکر له سیمې بهر روغتونونو ته لېږدول شوي او ویل شوي، چې دا چورلکه د دښمن لخوا نده ویشتل شوې.

امریکا اوس هم په سوریه کې له داعش سره د مبارزې لپاره تر ۹۰۰ ډېر سرتېري لري.



اړوند خبرونه