په نایجیریا کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په نایجیریا کې له یوه واده څخه د راستنیدونکو کسانو کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې د ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. لسګونه کسان لا درکه شوي دي.
په نایجیریا کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په نایجیریا کې له یوه واده څخه د راستنیدونکو کسانو کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې د ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. لسګونه کسان لا درکه شوي دي.
په نایجیریا کې د یو وداه د میلمنو د کښتۍ ډوبیدو د واده ښادي په ماتم بدله کړه. د هېواد په شمال کې تېره شپه ناوخته له واده څخه د راستنیدونکو مېلمنو د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ماشومانو په ګډون تر سلو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پولیسو ویاند اوکاسانمي اجای ویلي، دغه کښتۍ د کوارا ایالت په پاتیګي سیمه کې د نایجر په سیند کې ډوبه شوې ده. په کښتۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کسان سپاره وو. چارواکو ویلي، چې شاوخوا ۱۰۰ کسان ژغورل شوي او لسګونه کسان چې لا درکه دي د لټون چارې دوام لري.
د پولیسو د ویاند لخوا د ورکړل شوي معلوماتو له مخې، ډیری ډوب شوي کسان د څو کلیو خپلوان وو چې د شپې ناوخته بیرته خپلو کورونو ته ستنیدل. د سیمې یو تن چارواکي عبدالغني لوکپادا چې ددې پیښې نه ژوندی ژغورل شوی دی ویلي دي، ډیری میلمنو د موټر سایکلونو په واسطه واده ته راغلي وو. خو کله چې سیلابونو له امله لارې وتړل شوې او سړکان د اوبو لاندې شول ، دوی مجبور شول چې د ځايي جوړې شوې کښتۍ په مرسته روان شوي. هغه وویل "کښتۍ په اوبو کې له د ونې د یو لوی ډډ سره وجنګېده او په دوو ټوټې شوه."
تر کومه چې د سیمې نږدې خلک د پيښې په اړه خبریدل او راتلل ، ډیر زیات کسان ډوب شوي او ژوند يي د لاسه ورکړی وو. همداشان د نږدې سیمو خلکو د خبر د ترلاسه کولو نه وروسته د پیښې ځای ته راغلل او په ډیره سختۍ سره یې ګنشمیر کسان وژغورل.
ځايي خلکو ویلي، چې دا په تېرو څو کلونو کې د کښتۍ تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې په وینا یې په سیند کې د لټون هڅې به تر نن شپې دوام وکړي.
په نایجیریا کې د کښتیو حادثې په مکرر ډول پیښیږي ، چیرې چې ځایی جوړ شوي کښتۍ په پراخه کچه د ټرانسپورټ لپاره کارول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د دغه هېواد په سوکوتو ایالت کې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۵ کسان مړه شوي وو.
تر اوسه پورې تر سلو ډیرو کسانو مړي د سیند نه راویستل شوي دي. کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.