په سوریه کې د امریکايي ځواکونو چورلکې سقوط وکړ.
د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکايي ځواکونو اړوند د یوې چورلکې د راغورځیدو په پیښه کې ۲۲ تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي . ویل کیږي د چورلکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
1998943

د امریکا د مرکزي قوتونو قوماندانۍ له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د جون په ۱۱مه د سوریې په شمال ختیځ کې د یوې چورلکې د غورځېدو له امله ۲۲ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د ټپي شويو سرتېرو درملنه شوې او د هغوى له ډلې څخه ۱۰ تنه د سنټکام څخه بهر "د پاملرنې مرکزونو" ته لېږدول شوي دي.
په داسې حال کې چې د حادثې د علت په اړه پلټنې روانې دي ویل شوي دي چې دا پيښه د دښمن د برید په نتیجه کې نده رامنځته شوې.
د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.