د فلسطین ولسمشر محمود عباس چین ته سفر وکړ
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په داسې حال کې د چین له پلازمینې بیجینګ څخه لیدنه کوي چې چین د منځګړیتوب د نوښتونو له لارې له منځني ختیځ سره خپلې اقتصادي اړیکې او په سیمه کې خپل سیاسي نفوذ پراخوي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په داسې حال کې د چین له پلازمینې بیجینګ څخه لیدنه کوي چې چین د منځګړیتوب د نوښتونو له لارې له منځني ختیځ سره خپلې اقتصادي اړیکې او په سیمه کې خپل سیاسي نفوذ پراخوي.
عباس به د جون د ۱۳ او ۱۶ مو نیټو ترمنځه دلته خپلو تماسونو ته دوام ورکړي . عباس نن سهار بیجینګ ته ورسید او لومړی عرب مشر شو چې سږ کال چین ته سفر کوي.
عباس پداسې وخت کې چین ته سفر کوي چې په سیمه کې د چین سیاسي د منځګړیتوب هڅې او رول مخ په ډیریدو دی او د بیجینګ اداره په فلسطین کې د سپیڅلو ځایونو او غیرقانوني میشت ځایونو په وړاندې د اقداماتو له امله د اسرائیلو په وړاندې نیوکو ته زور ورته کړی دی.
د فلسطین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې عباس به د خپل سفر په جریان کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري او دواړه مشران به "د فلسطین په ډګر کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه د نظرونو تبادله وکړي".
تمه کیږي چې عباس به د لومړي وزیر لی چیانګ سره د اقتصادي اړیکو، پراختیایي مرستو او پانګونې په اړه خبرې وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين د دې ليدنې په اړه وويل چې د فلسطين مشر د چين د خلکو زوړ او ښه ملګری دی.
وانګ دې ته په اشارې سره وويل چې چين يو له لومړيو هېوادونو څخه و چې د فلسطين د ازادۍ سازمان د فلسطين دولت په رسميت وپېژاند.
"د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د ستونزو په مرکز کې ده او د نړۍ د برابرۍ او عدالت د تامين او د سيمې د سولې او ثبات لپاره مهمه ده. چين د فلسطين د خلکو د عادلانه او مشروع حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د مبارزې ملاتړ کوي."
وانګ وويل، ولسمشر شي جين پينګ په تېرو لسو کلونو کې څو ځلې د فلسطين د مسئلې د حل لپاره وړانديزونه وړاندې کړي او پر دې ټينګار کړی چې بايد د دوه دولتونو د حل پر بنسټ د سياسي روغې جوړې پر لور په پرېکنده توګه حرکت وشي او نړيواله ټولنه باید پدې برخه کې خپلې هلې ځلې زیاتې کړي .
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.