فنلنډ د روسیې د ۹ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

د فنلنډ حکومت په هلسینکي کې د روسیې د سفارت کې ۹ تنه  کارکوونکي چې ویل کیږي‌ د استخباراتو کارکوونکي‌ دي‌ د شړولو پرېکړه وکړه.

1996386
فنلنډ د روسیې د ۹ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

د فنلنډ حکومت په هلسینکي کې د روسیې د سفارت کې ۹ تنه  کارکوونکي چې ویل کیږي‌ د استخباراتو کارکوونکي‌ دي‌ د شړولو پرېکړه وکړه.

د حکومت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ولسمشر سولي نینیستو د اوسنیو پرمختګونو په اړه د بحث لپاره د وزیرانو شورا غونډه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د روسیې او اوکراین د جګړې او په اروپا کې د اوسني امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې، چې په لاندې ډول یادونه شوې.

ولسمشر او د وزیرانو شورا د کاخوفکا د بند باندې برید او ړنګول یو بشري او چاپیریالي ناورین بللی دی. ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي. چې  په  بند برید  د ړنګول ددې په  معنا دي چې په اوکراین کې جګړه چې ملکي وګړو او چاپېریال ته یې پراخ زیانونه اړولي دي، په نوې بڼه وده کوي. پر دې سربېره، په هیلسنکي کې د روسیې سفارت  د ۹ تنو کارکوونکو چې استخباراتو کارکوونکي‌ د شړولو پریکړه وکړه. په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د نوموړو روس ډیپلوماټانو  کړنې او چلند  د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا له کنوانسیون څخه سرغړونه ده. د بهرنیو چارو وزارت به په دې اړه د روسیې سفیر ته خبر ورکړي."

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ بیان کې  د روسیې شارژدافیر احضارولو نه خبر ورکړی دی. همداشان د روسیې شارژدافیر ته د هغه ۹ تنو روس ډیپلوماټانو چې د شړولو پریکړه يي شوې ده خبر ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه