اوکراین : د بخموت ښار پر لورې مو پرمختګ پيل کړی دی

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان الکساندر سرسکي  د بخموت ښار پر لور د پرمختګ نه خبر ورکړ.

1995813
اوکراین : د بخموت ښار پر لورې مو پرمختګ پيل کړی دی

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان الکساندر سرسکي  د بخموت ښار پر لور د پرمختګ نه خبر ورکړ.

سرسکي د  ټولنیزې  میډیا له لارې په ختیځ جبهه کې  د روانې جګړې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي‌ دي.

سرسکي، ادعا کړې  چې دوی د بخموت په لار کې د "روسانو له منځه وړلو" ته دوام ورکوي او زیاته کړه ،" زموږ دفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. موږ  پر هغوی له ځمکې او هوا څخه بریدونه کوو."

د بله پلوه اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا ملیار هم د خپلې ټولنیزې میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي چې اوکرایني ځواکونه نن په ختیځه جبهه کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

ملیار یادونه وکړه چې نښتې دوام لري.

په همدې حال کې ویل شوي چې د روسیې پوځ تېره شپه د اوکراین پر پلازمینې کیف توغندیز برید کړی او ټول ۲۰ هدفونه یې د هوايي برید سره  له منځه وړي دي.

د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو په خپل ټولنیزه رسنۍ اکاونټ کې  په خپور کړي‌ بیان کې ویلي چې د توغندیو ویجاړې شوې برخې د دغه ښار د دسینیان په ولسوالۍ کې د برښنا مزي او د یوه مارکیټ کړکۍ ته زیان رسولی او د وژل شویو کسانو په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه شوي. هغه ویلي‌ دي‌ چې د روسیې بریدونه په هوا کې شنډ کړي‌ دي .

د ویلو ده چې تیره ورځ د روسیې د دفاع وزارت هم د اوکراین لخوا د ستر تعرض د پیلیدو او روسي‌ ځواکونو لخوا ددې تعرض د ناکامولو نه خبر ورکړی وو.

روسیې د سلګونو تنو اوکرایني‌ سرتیرو د وژلو او ګن شمیر ټانکونو او درندو وسلو د له منځه وړ ادعا هم کړې وه.


پيوندونه: #نښتې , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه