په اسپانیا کې هم په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ پيښې په ډاګه شوې

د اسپانیا د کاتولیک کلیسا ترټولو سترې ادارې، اسقف اعظم دفتر اعلان وکړ چې دوی د ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې د ماشومانو د جنسي تیري پیښو په اړه ۹۲۷ شکایتونه ترلاسه کړي.

1994476
په اسپانیا کې هم په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ پيښې په ډاګه شوې

د اسپانیا د کاتولیک کلیسا ترټولو سترې ادارې، اسقف اعظم دفتر اعلان وکړ چې دوی د ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې د ماشومانو د جنسي تیري پیښو په اړه ۹۲۷ شکایتونه ترلاسه کړي.

د اسقف اعظم دفتر په اسپانیا کې د کاتولیک کلیسا په دننه کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیریو د پيښو په اړه د ترسره شوو تحقیقاتو پایلې اعلان کړې.

په راپور کې راغلي‌ دي‌ چې  د ۱۹۴۰ کال  راهیسې په اسپانیا کې د کاتولیک کلیسا دننه په  ماشومانو د جنسي تیري په اړه د ۹۲۷ شکایتونو ترلاسه کړي‌ دي. په راپور کې راغلي‌ دي‌ چې  د جنسي‌ تیریو د قربانیانو ۸۶ عشاریه ۶۲  سلنه هلکان او ۱۷ عشاریه ۳۸  سلنه نجونې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د جنسي تیري ۷۵ سلنه پیښې له ۱۹۹۰ کال څخه مخکې وې او د دغو پیښو ډیره برخه په ۱۹۶۰-۱۹۸۰ کلونو کې کشف شوې ده.

ویل شوي، چې د ۷۲۸ مذهبي چارواکو له ډلې ۵۲ سلنه یې د ښوونځي په چاپېریال کې د جنسي تېري په تور نیول شوي پادریان دي.  ۲۰۸ یې پادریان نه دي او فاغلینو ۶۳ سلنو څخه  ډېر پخوا مړه شوي دي.

د ویلو ده چې  د کاتولیک کلیسا اسقف اعظم دفتر دا لومړی ځل دی چې په کلیسا کې د جنسي تیري د قضیو په اړه یو سند خپور کړ. د اسقف اعظم دفتر ددې پيښو له امله د بښنې غوښتنه کړې او ویلي دي‌ چې د ټولو نه بښنه غواړي.

ځینې ​​غیر دولتي سازمانونه ادعا کوي که چیرې په اسپانیا کې  د دیکتاتورۍ دورې (1936-1974)  کلونو کې په کاتولیک کلیسا کې د جنسي تیري قضیېو ته توجه وکړو کیدای شي‌ چې دا پيښې د سلګونو زرو نه واوړي. خو له بده مرغه چې دا پيښې په کافي‌ توګه څیړل شوي‌ ندي. همداشان ددې پيښو قربانیانو ته په کافي‌‌ توګه تضمین ندی ورکړ شوی.



اړوند خبرونه