د اوکراین ولسمشر د اذربایجان او فرانسې د ولسمشرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په مالدیف  کې جوړه شوې د اروپا د سیاسي‌ ټولنې د سرمشریزې په چوکاټ کې  د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون سره په جلا جلا لیدنه وکړه.

1994486

د اذربایجان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د علي یف- زیلینسکي په کتنه کې د اذربایجان او اوکراین د اړیکو په اړه د نظر تبادله وشوه.

په دې لیدنه کې چې  د اذربایجان ولسمشر علي‌ یف د دوه اړخیزو اړیکو له پراختیا څخه رضایت څرګند کړ او وویل چې په اوکراین  کې د اذربایجان نوی ټاکل شوی سفیر به ډېر ژر خپله دنده پیل کړي.

له بلې خوا زیلینسکي له علي یف څخه د اوکراین سره د بشري مرستو له امله مننه وکړه.

په دې لیدنه کې په دې خوښي څرګنده شوه چې اذربایجان او اوکراین د نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د یو بل له ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت څخه ملاتړ کوي.

زیلینسکي د فرانسې له ولسمشر مکرون سره هم لیدنه وکړه.

د غونډې په جریان کې، ماکرون وویل چې دوی له زیلینسکي سره د هغه تړون په اړه بحث وکړ چې دوی د می په ۱۴ په پاریس کې لاسلیک کړی او دا چې د دې موافقې له مخې فرانسه په پام کې  لري چې د خپلو هوایي دفاعي تجهیزاتو سره د روسیې د بریدونو په وړاندې د اوکراین د خلکو ساتنه وکړي.

ماکرون وویل چې دوی د اوکراین د هوايي ځواک د اړتیاوو سره سم د اوکراین د جنګي پیلوټانو د روزنې پیل کولو لپاره د اړین چوکاټ د جوړولو په خاطر  د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

اړوند خبرونه