د ناټو سرمنشي‌ تورکیې ته راځي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دی به ډېر ژر تورکیې ته ولاړ شي او له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه خبرې وکړي.

1993942
د ناټو سرمنشي‌ تورکیې ته راځي

 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دی به ډېر ژر تورکیې ته ولاړ شي او له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه خبرې وکړي.

سټولټنبرګ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د بهرنیو چارو وزیرانو له غیر رسمي غونډې مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

سټولټنبرګ په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د روانې اونۍ په پیل کې یې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

" ډیر  ژر به  انقرې ته ولاړ شم. دقیق وخت لا معلوم ندی."

"زما پیغام دا دی چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب د سویډن لپاره همدومره ښه دی لکه څنګه چې د سکینډینیوینیا هیوادونو، بالتیک سیمې لپاره، بلکې د ټولو ناټو او البته د تورکیې او نورو متحدینو لپاره هم دی.  همدا رنګه له نن څخه یعنې د جون د لومړۍ نیټې څخه  په سویډن کې  د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې نوی قانون نافذ شو. ددې سره سم د سویډن لخوا په مادرید کې د لاسلیک شوي‌ درې اړخیز تړون  یوه بله ژمنه هم عملي‌ شوه. دا باید هیره نکړو چې تورکیه البته چې مشروع امنیتي‌ اندیښنې لري. مونږ ټول باید د اندیښنې جدي‌ ونیسو، ځکه چې د ناټو هیڅ بل هیواد د تورکیې په اندازه د ترهګرۍ د ګواښ سره مخامخ شوی ندی.  مونږ ټول باید د تورکیې سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړو. د تورکیې ترڅنګ ودریږو. زه ډاډه یم چې د سویډن د الحاق پروتوکول به ژر تصویب شي.



اړوند خبرونه