ناټو سرمنشي : اجازه به ورنکړو چې په کوسوو کې تاوتریخوالی د ټولې سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، په کوسوو کې د ناټو د سوله ساتو ځواکونو  د تقویې په موخه ۷۰۰ تنه د اضافي سرتیري‌ استولي دي.

1993422
ناټو سرمنشي : اجازه به ورنکړو چې په کوسوو کې تاوتریخوالی د ټولې سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، په کوسوو کې د ناټو د سوله ساتو ځواکونو  د تقویې په موخه ۷۰۰ تنه د اضافي سرتیري‌ استولي دي.

سټولټنبرګ د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د ناروې له لومړي وزیر یونس ګهر سټور سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. د ویلو ده چې ناروې د مې د ۳۱ او جون د لومړۍ نیټو ترمنځه د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غیرې رسمي‌ غونډې کوربه توب کوي.

سټولټنبرګ کوسوو ته په اشارې سره چې په دې وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی. هغه پدې هیواد کې د ناټو په سوله ساتو ځواکونو برید  وغنده. هغه وویل چې په کوسوو کې د ناټو په سوله ساتو ځواکونو د برید په نتیجه کې ۳۰ تنه سرتیري‌ ټپيان شوي‌ دي.

سټولټنبرګ وویل، "دا ډول بریدونه د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره ودرول شي. هغه زیاته کړع چې د  ناټو سوله ساتي ځواکونه به په کوسوو کې د ټولو اتباعو لپاره د خوندي چاپیریال د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي. موږ به د ملګرو ملتونو د حکم سره سم بې پرې عمل ته دوام ورکړو."

سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره چې دوی پریکړه کړې چې د لویدیځ بالکان لپاره د عملیاتي احتیاطي   ځواکونو څخه ۷۰۰ تنه  سرتیري کوسوو ته د استولو پریکړه کړې ده. سټولټنبرګ وویل چې د سرتیرو یو کنډک هم چمتوالی نیولی دی  او که اړتیا وي، دا سرتیري به د سوله ساتو ځواکونو  د ملاتړ لپاره کوسوو ته واستول شي.

 

"تاوتریخوالی کوسوو او ټوله سیمه وروسته پاتې کوي، د یورو اتلانتیک هیلې له خطر سره مخامخ کوي. پریشټینا او بلګراد باید د تاو تریخوالي د کمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، د غیر مسؤلانه چلند څخه ډډه وکړي، د اروپایي اتحادیې په مرسته خبرو اترو کې برخه واخلي. دا د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده.



اړوند خبرونه