په ایټالیا کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۱۵ تنو ته لوړه شوه
د ایټالیا په ایمیلیا رومګنا سیمه کې تېره اوونۍ د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د راوتلو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته ورسېد.
د ایټالیا په ایمیلیا رومګنا سیمه کې تېره اوونۍ د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د راوتلو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته ورسېد.
د ايټاليا د انسا خبري اژانس د خبر له مخې، په لوګو سیمه د سیلابونو له امله د لا درکه شوي یو تن د مړو د موندولو سره د مړو شمیره ۱۵ تنو ته لوړه شوه.
په خبر کې راغلي دي چې د ۶۸ کلن سړي مړی چې د می له ۱۷ راهیسې لا درکه وو، د ایټالوي جاندارما ټیمونو لخوا وموندل شو.
له بلې خوا، په سیمه کې د زورورو بارانونو د اورښت په اړه خبرداری ورکړ شوی دی. د هوا پيژندنې ادارې ویلي دي چې ددې امکان شته چې د بارانونو له امله سیلابونه راووځي.
په هغو ښارونو او ښارګوټو کې چې د سیلاب اوبه کمې شوي، د پاکولو فعالیتونه او د ځایي خلکو د زیانونو د تثبیت چارې دوام لري.
د ایټالیا لومړۍ وزیر جورجیا میلوني په مشرۍ ښي اړخو ایتلافي حکومت پریکړه وکړه چې د سیلاب ځپلو سیمو اړتیاوو لپاره له ۲ میلیارد یورو څخه ډیر تخصیص ورکړي.