په کولمبیا کې په سقوط شوې الوتکه کې چې ورکه وه ۱۷ ورځې وروسته ۴ تنه ماشومان ژوندي موندل شوي دي
په کولمبیا کې، د می په لومړۍ نیټه سقوط شوې او لا درکه شوې کوچنۍ الوتکه چې ۷ تنه پکې سپاره ول او پرون وموندل شوه ۴ تنه ماشومان پکې ژوندي ژغورل شوي دي.
په کولمبیا کې، د می په لومړۍ نیټه سقوط شوې او لا درکه شوې کوچنۍ الوتکه چې ۷ تنه پکې سپاره ول او پرون وموندل شوه ۴ تنه ماشومان پکې ژوندي ژغورل شوي دي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي " زموږ د سرتېرو د ډیرو زیاتو هلو ځلو او پلټنو په پایله کې، موږ په الوتکه کې چې په ګواویر کې لوېدلې وه څلور ماشومان ژوندي وموندل. دا د هېواد لپاره د خوښۍ خبره ده."
ویل شوي چې لویدلې الوتکه کې په معجزوي توګه ژغورل شوو ۴ تنو ماشومانو نه یو ۱۱ میاشتنی ماشوم دی چې د خپلو وروڼه سره یو ځای په ځنګل کې وموندل شول.
دا چې دا ماشومان څنګه څه ډول دا ۱۷ ورخې ژوندي پاتې دي پدې اړه څه ندي ویل شوي . ویل کیږي په الوتکه کې ۷ تنو شتون درلود چې ۴ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.
د بلو راډیو د خبر له مخې د خویندو تر ټولو مشرې خور لیسلي د خپلو کوچنیو خویندو د ژوندي ساتلو لپاره په ځنګل کې موقتي سرپناه جوړه کړې وه.
په کوچنۍ الوتکه کې د نورو ۳ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
ویل شوي چې د HK 2803 ډوله کوچنۍ الوتکه کې اوه تنه سپاره وو، چې ګمان کیږي د سان جوز په ښار کې د ګوویویر په اداري سیمه کې سقوط وکړ.