په نایجیریا کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت د ډیپلوماټانو د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی دی.
په نایجیریا کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو پر کاروان وسله وال برید شوی
په نایجیریا کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت د ډیپلوماټانو د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی دی.
وسله والو د نایجریا په سویل ختیځ انامبرا ایالت کې د امریکا سفارت د موټرو پر کاروان برید کړی. پدې برید ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ تنه یرغمل شوي دي. ویل شوي دي چې پدې برید کې امریکايي وګړو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
د ملي رسنیو د راپورونو له مخې، د انامبرا په ایالت کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو پر کاروان چې د بشري مرستو د رسولو لپاره د اوګبارو سیمې ته تللي وو برید شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د انامبرا ایالت د پولیسو ویاند توچکوو ایکینګا د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
له بلې خوا په ابوجا کې د امریکا د سفارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرسونل یې د نایجیریا له امنیتي چارواکو سره د پېښې اصلي لامل د معلومولو لپاره همکاري کوي.
د ویلو ده چې دا بریدونه ، د هیواد په سویل کې د بایفرا ځايي ترهګرې ډلې او ځايي خلکو لخوا ترسره کیږي.
د ویلو ده چې د بایفرا سازمان او پلویانو په ۱۹۶۷ کال کې د خپلواکۍ په خاطر په پیل کړې مبارزه کې تر اوسه پورې په میلیونونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.