امریکا: په کیف کې په پاټریوت دفاعي‌ سیستم برید شوی خو لا هم فعاله دي

د امریکا یوه چارواکي اعلان وکړ چې په اوکراین کې د روسیې لخوا په نښه شوی پاټریوټ هوايي دفاعي سیسټم  که څه هم لږ زیان یې لیدلی دی خو اوس هم  فعال دي.

1987816

امریکايي چارواکي‌ دا څرګندونې وروسته د هغه وکړې چې روسیې  د اوکراین په پلازمینه کیف کې د امریکا لخوا جوړ شوی پاټریوټ هوایی دفاعي سیسټم په هایپرسونیک "کنجال" توغندیو  د ویشتو نه خبر ورکړ. یو امریکایي چارواکي د انادولو  خبري اژانس ته په کیف کې د روسیې لخوا په پاټریوت دفاعي‌ سیستم د برید پخلی وکړ خو وویل چې ډیر کم زیان يي لیدلی او اوس هم فعاله دي‌ او کار کوي.

چارواکي ویلي چې سیسټم یو څه زیانمن شوی، مګر لاهم فعال دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف خبر ورکړی، چې دوی د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د امریکا له خوا جوړ شوی پاټریوټ هوايي دفاعي سیستم د هایپرسونیک «کنجال» توغنديو سره  په نښه کړل.

د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وياند بريد جنرال پاتريک رايډر د مې په لسمه نېټه اعلان وکړ چې د اوکراين پوځ د روسيې کنجال هايپرسونيک توغندی د پټريوټ توغندي په مرسته ويشتلی دی.

اړوند خبرونه