په میانمار کې د موکا توپان له امله د مړو شمیره ۴۱ ته ورسیده.
په اراکان ایالت کې چې د هېواد په لوېدیځ کې ډېرې سیمې تر اوبو لاندې دي، تر دې دمه د ۴۱ کسانو مړي مړندل شوي دي.
1987114
په میانمار کې د موکا توپان له امله د مړو شمیره ۴۱ ته ورسیده.
په اراکان ایالت کې چې د هېواد په لوېدیځ کې ډېرې سیمې تر اوبو لاندې دي، تر دې دمه د ۴۱ کسانو مړي مړندل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، دوی اندېښنه لري چې ښايي د مړو شمېره لوړه شي ځکه چې تر ۱۰۰ ډېر کسان لادرکه دي.
د توپان ځپلو سیمو کې د بریښنا کرښو ته د اوښتي زیان په پایله کې برښنا برې شوې ده.همداشان ډیری کب نیونکي کښتۍ د سخت طوفان له امله له منځه تللي دي.
ویل شوي چې د اراکان ایالت په مرکز سیتوی کې د مخابراتي لینونو د ترمیم کار دوام لري او کوڅې او جادې پاکې شوې دي.