د اوکراین ولسمشر ایټالیا او جرمني ته سفر وکړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، دوی د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې جګړه په ترڅ کې پر روسیې ستر تعرض ته د پوره هوډ سره چمتووالی نیولی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، دوی د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې جګړه په ترڅ کې پر روسیې ستر تعرض ته د پوره هوډ سره چمتووالی نیولی دی.
د ایټالیا ولسمشر متحدو او ملاتړو هیوادونو ته د سفر په چوکاټ کې داځل ایټالیا او جرمني ته سفر وکړ.
زیلینسکي لومړی ایټالیا سفر وکړ او له هغه ځای وروسته جرمني ته سفر وکړ. هغه په ایټالیا کې د خپلو لیدونو کتنو په اړه د ایټالیا په دولتي تلویزیون کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
زیلینسکي ددې خبرې په ټینګار وویل ، چې دوی د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د ستر تعرضي برید لپاره په ډېر کلک هوډ سره چمتووالی نیولی، چې په لنډ وخت کې به مهم ګامونه پورته شي.
د اوکراین ولسمشر وویل چې که د اوکراین پوځ د کریمیا پولې ته ورسېږي، په روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ ډیر کم شي.
زیلینسکي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ټیلیفوني خبرو ته په اشارې سره وویل چې هغه ورسره ژمنه کړې ده چې روسیې ته به وسلې ورنکړي.
زیلینسکي په ایټالیا کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو په ترڅ کې د ولسمشر سرجیو ماتاریلا، لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني او کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس سره جلا جلا لیدنې وکړې. وروسته د اوکراین مشر جرمني ته سفر وکړ.
زیلینسکي پداسې حال کې جرمني ته سفر کوي چې ددې هیواد د دفاع وزارت د اوکراین سره د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د مرستې نه خبر ورکړ.
زیلینسکي جرمني ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی جرمني د ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر سره لیدنه وکړه. زیلینسکي د روسیې لخوا پر اوکراین د برید او جګړې د پيل راهیسې د لومړي ځل لپاره جرمني ته سفر کوي. د جرمني ولسمشر د زیلینسکي نه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې هر کلی وکړ. زیلینسکي وروسته د جرمني د ولسمشرۍ ځانګړی کتاب لاسلیک کړ او بیا د ولسمشر سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
همداشان هغه به د جرمني د لومړي وزیر اولف شولز سره هم لیدنه وکړي. په جرمني کې د زیلینسکي لپاره ډیر پراخه امنیتي تدابیر نیول شوي دي.