د هندوستان د هوايي اړوند اړوند یوې جنګي الوتکې په یو کور سقوط وکړ.
د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند یوه جنګي الوتکه په یو کور وغورځیده
1984046
د هندوستان د هوايي اړوند اړوند یوې جنګي الوتکې په یو کور سقوط وکړ.
د هندوستان د هوايي ځواکونو لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ددې هیواد د هوايي ځواکونو اړوند یوې میګ ۲۱ ډوله جنګي الوتکې د راجستان ایالت د هنومانګړ سیمې د بهلول نګر په کلي کې په یو کور ولویده.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی ، په اړه يي څیړنې پيل شوي دي.
د هندوستان د رسنیو لخوا د الوتونکې تابوت په توګه یادیدونکې میګ ۲۱ ډوله جنګي الوتکې د ۱۹۶۳ کال راهیسې ددې هیواد د هوايي ځواکونو مهمې جنګي الوتکې دي. هندوستان په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې د خپلو هوايي ځواکونو د پخواني شوروي اتحاد د دورې ټولې الوتکې تقاعد کړي .