په هند کې د سیاحتي کښتۍ د ډوبیدو له امله د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هند په کیرالا ایالت کې د سیاحتي کښتۍ د ډوبیدو له امله د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1983731
په هند کې د سیاحتي کښتۍ د ډوبیدو له امله د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هند په کیرالا ایالت کې د سیاحتي کښتۍ د ډوبیدو له امله د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ځايي ان ډي‌ تلویزیون د راپور له مخې، د سيلانيانو دغه کښتۍ په ځايي وخت د ماښام په اوو بجو د دغه هېواد په سوېل کې د کيرالا ايالت په مالپورم سيمه کې ډوبه شوه.

د مالپورم د اور وژنې د څانګې یوه چارواکي، موسی وداکیتیل، د انادولو اژانس (AA) ته وویل چې د کښتۍ له ډوبیدو وروسته د ژغورنې هڅې پیل شوې.

وداکیتیل ویلي، دوی ته د ۲۲ کسانو جسدونه رسېدلي، چې ۷ یې ماشومان دي او د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.

هغه د دې په یادولو سره چې د پیښې څخه ژوندي ژغورل  شوو کسانو ویلي چې په کښتۍ کې ګڼه ګوڼه وه، چې دوی فکر کوي په کښتۍ کې له ۴۰ څخه ډیر کسان وو.

وداکیتیل په ګوته کړه چې د ډوبې شوې کښتۍ څخه ډیر کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه بیان کې وویل چې ددې پیښې په اړه ډیر زیات خواشینی .

مودي د هغو کسانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې په پیښه کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي او اعلان یې وکړ چې د پيښې قربانیانو کورنیو ته به غرامت ورکړ شي.

د کیرالا ایالت لومړي وزیر پنارای ویجیان په خپل ټویټر پاڼه کې په یوه پوسټ کې د هغه چا له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه چې په پیښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بله پلوه د ځايي ان ډي‌ تلویزیون په خبر کې ویل شوي چې په کښتۍ کې د سپاره کسانو دقیقه شمیره نه ده معلومه خو په کښتۍ کې پرته له ټکټونو مسافر هم وو، که څه هم ۴۰ تنو ته ټکټونه ورکړل شوي وو.

په خبر کې ویل شوي چې دغې کښتۍ د خوندیتوب سند نه درلود.



اړوند خبرونه