ملګروملتونو د طالبانو حکومت وغنده
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو اداره له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو د بندیز لګولو له امله غندلې ده.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو اداره له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو د بندیز لګولو له امله غندلې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په هغه پریکړه لیک مسوده کې ، چې تمه کیږي نن په امنیت شورا کې پرې رای اچونه وشي، د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادیو د سلبولو له امله ژور اندیښنه ښودلې ده.
په دغه مسوده پر طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې، کارموندنې، د خوځښت ازادۍ او په عامه ژوند کې مساواتو ژر تر ژر د تامین او برابرولو غږ کړی دی او د ملګرو ملتونو ټول غړيو هیوادونو څخه يي پر طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې د تګلارو او کړنلارو سمدلاسه د بیا غور کولو او پدې اړه په شا د ګام اوچتولو په مسئله کې د فشار راوستولو غوښتنه کړې ده .
ټاکل شوې چې د متحده عربي اماراتو او جاپان لخوا چمتو شوې پریکړه لیک مسوده نن د ۱۵ غړو هیوادونو لخوا تصویب شي.
که څه هم تمه کیږي چې روسیه او چین به ددې پریکړه لیک مسودې لاسلیک نه ډډه وکړي خو تصویب يي یقیني ګڼل کیږي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د افغانستان ادارې ته د طالبانو له راتګ سره، د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو جدي بندیزونه ولګول شول.
د بله پلوه په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر یوناما ویلي دي چې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د ملګروملتونو سازمان په ښځینه کارکوونکو په کار کولو بندیز لګولی دی.