په کینیا کې په لسګونو تنه د عیسی ع د ملاقات په پلمه له لوږې وژل شوي دي

په کینیا کې د 'لوږې طریقت' په اړه تحقیقاتو په لړ کې ، پلټنونکو ټیمونو د ډیرو نورو خلکو جسدونه وموندل.

1978686
په کینیا کې په لسګونو تنه د عیسی ع د ملاقات په پلمه له لوږې وژل شوي  دي

 په کینیا کې د 'لوږې طریقت' په اړه تحقیقاتو په لړ کې ، پلټنونکو ټیمونو د ډیرو نورو خلکو جسدونه وموندل.

د مالینډي ساحلي ښارګوټي ته نږدې د شکاهولا ځنګل کې د روانو کیندنو په جریان کې د د نویو جسدونو د موندولو سره د موندل شوو جسدونو شمیر ۴۷ ته لوړ شو.

د کینیا د  کورنیو چارو وزیر کیتور کندکي ویلي چې ټول ۴۰۰ جریبه ځنګل تړل شوی او د جرم صحنې په توګه اعلان شوی دی. هغه زیاته کړه چې یواځې  ددې زړه بوږنوونکي  ظلم عاملین به  سخته سزا ونه ویني ، بلکې  ددې  ترڅنګ  د ټولو کلیساګانو، جوماتونو، معبدونو او کنیسو په اړه به لا قوي تدابیر ونیول شي. پدوې به لا سخت مقررات وضع شي.

مبلغ پاول مکینزي نیتینج، چې د کینیا په مطبوعاتو کې د "طریقت  مشر" په توګه پیژندل شوی او توقیف شوی و، اعلان وکړ چې هغه د توقیف په وخت کې له خوړلو یا څښلو څخه انکار کړی دی.

د ویلو ده چې نوموړي  د طریقت مشر او مبلغ ادعا کړې وه چې هر سړی له ولږې مړ شي  هغه به د حضرت عیسی ع سره لیدنه وکړي. هغه ډیری خلک پدې ډول د مرګ منګولو ته غورځولي  دي.

پولیسو نیتینګ وروسته له هغه ونیول چې د اپریل په ۱۵ د لوږې په شک د څلورو کسانو جسدونه وموندل شول.


پيوندونه: #لوږې طریقت , #کینیا

اړوند خبرونه