د روسیې په پلازمینه مسکو کې یو بې پیلوټه الوتکه چې چاودیدونکي مواد پکې بار وو، غورځیدلې ده.
د کریمیا په سیواستوپول کې ښار کې هم د روسیې په جنګي بېړیو د سمندري ډرون واسطې په ملاتړ د برید هڅه وشوه.
د روسیې په پلازمینه مسکو کې یو بې پیلوټه الوتکه چې چاودیدونکي مواد پکې بار وو، غورځیدلې ده.
همداشان د کریمیا په سیواستوپول کې ښار کې هم د روسیې په جنګي بېړیو د سمندري ډرون واسطې په ملاتړ د برید هڅه وشوه.
د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې په پلازمینه مسکو کې په چاودیدونکو توکو یوه ډرون الوتکه غورځیدلې ده.
د روسیې په رسنیو کې د خپرو شوو خبرونو له مخې، ویل شوي چې غورځیدلې ډورن الوتکه د اوکراین ساخت وه او نږدې ۵۰۰ ګرامه C4 چاودیدونکي توکي پکې بار ول.
له بلې خوا د کریمیا د سیواستوپول ښار لپاره د مسکو لخوا نومول شوي والي میخایل رزوجایف ویلي چې د دغه ښار په بندر کې د سمندري ځواکونو پر کښتیو د ډرون سمندري واسطو پر مټ د برید هڅه شوې ده.
رازوجایف وویل چې یوه ډرون کښتۍ له دوی لخوا له منځه یوړل شوه او یوه بله سمندري ډرون کښتۍ پخپله چاودنه کړې.
رزوجایف وویل چې د برید له امله په سیمه کې کوم زیان ندی ثبت شوی او ټول واحدونه د تیارسي په حالت کې دي.