امریکا د حزب الله د مشر ابراهیم عقیل پر سر ۷ میلیونه ډالره انعام وټاکه
امریکا د حزب الله د مشر ابراهیم عقیل پر سر چې په ۱۹۸۳ کال کې یې د بیروت پر سفارت په برید کې مهم رول درلود اوه میلیونه ډالره جایزه کېښوده.
امریکا د حزب الله د مشر ابراهیم عقیل پر سر چې په ۱۹۸۳ کال کې یې د بیروت پر سفارت په برید کې مهم رول درلود اوه میلیونه ډالره جایزه کېښوده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې د عدالت لپاره د انعام پروګرام په چوکاټ کې د لبنان په پلازمینه بیروت کې د امریکا پر سفارت د برید د څلویښتمې کلیزې په مناسبت د حزب الله مهم مشر ابراهیم عقیل په اړه انعام اعلان کړ. بیان کې ویل شوي هر هغه چا ته به چې د عقیل د اوسیدو د تثبیت ، اوسیدو د ځای د ښودولو ، د هغه د نیولو او یا د قانون منګولو ته د سپارولو په برخه کې مرسته وکړي ۷ میلیونه ډالره به انعام ورکړ شي.
په اعلامیه کې ویل شوي ابراهیم عقیل چې د تحسین په نوم هم مشهور دی، د حزب الله تر ټولو ستر پوځي واحد جهادي شورا کې دنده ترسره کوله.
حزب الله د ۱۹۸۳ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه په بیروت کې د امریکا پر سفارت د برید پړه پر غاړه اخیستې وه، چې ۶۳ کسان پکې وژل شوي وو او د ۱۹۸۳ کال د اکټوبر په ۲۳ د امریکا د سمندري ځواکونو پر مرکز د برید مسئولیت چې ۲۴۱ تنه امریکايي او ۵۸ فرانسوي سرتېري په کې وژل شوي وو په غاړه واخیست. په بیان کې ویل شوي د حزب الله مشر عقیل چې د «اسلامي جهاد تنظیم» له مخکښو غړیو څخه دی په ۱۹۸۰ کلونو کې د امریکايي او الماني یرغمل شویو په تښتولو کې هم رول درلود.
د ویلو ده چې د متحده د خزانې وزارت د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۲۱ مه نیټه د حزب الله مشر ابراهیم عقیل نوم د هغو کسانو په لیست کې واچاوه چې د ځانګړو بندیزونو تابع وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په لسمه عقیل د ځانګړو نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل کړ.