ایټالیا د سواحلو ګارډ ځواکونو په مدیترانه کې ۲ ټته کوکاین ونیول
د ایټالیا مالي پولیسو (ګارډیا دی فنانزا) ټیمونو شاوخوا ۲ ټنه کوکاین په کڅوړو کې نیولي چې د سیجیلیا ټاپو په ختیځ کې د مدیترانې په سمندر کې پریښودل شوي وو.
د ایټالیا مالي پولیسو (ګارډیا دی فنانزا) ټیمونو شاوخوا ۲ ټنه کوکاین په کڅوړو کې نیولي چې د سیجیلیا ټاپو په ختیځ کې د مدیترانې په سمندر کې پریښودل شوي وو.
د مالي پولیسو لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د کاتانیا ولایت د مالي پولیسو ټیمونو د هوا څخه د ساحلي کنټرول د معمول فعالیتونو په جریان کې د سمندر په سطحه د رڼا سیګنال وسیله تثبیت کړه . همداشان په همدې سیمه کې په جال کې د اوبو لاندې پټ شوي د کوکاینو کڅوړې وموندلې.
د عملیاتو په ترڅ کې د سمندر څخه راټول شوو شاوخوا ۷۰ کڅوړو کې نږدې ۲ ټنه کوکاین شتون لري.
په بحر کې نیول شوی کوکاین د کاتانیا د لوی څارنوال دفتر په امر ضبط شو.
د مالي پولیسو په بیان کې ویل شوي چې دا کڅوړې داسې بسته بندي شوې وې چې په اوبو کې ډوبې نشي او د پاسه يي د سینګنال وسیلې نصب شوې وې. داسې ګمان کیږي چې دا کوکاکین د یوې کښتۍ لپاره چې ددې ځایه يي اخلي پریښودل شوي وو.