د میانمار پوځي‌ حکومت د څه باندې ۳۰۰۰ تنو زندانیانو د خوشې کولو پریکړه وکړه

د میانمار پوځي ادارې اعلان وکړ چې د نوي کال د دودیزې رخصتۍ له امله د بخښنې د یوې برخې په توګه به له ۳۰۰۰ څخه ډیر بندیان خوشې کړي.

1975968
د میانمار پوځي‌ حکومت د څه باندې ۳۰۰۰ تنو زندانیانو د خوشې کولو پریکړه وکړه

د میانمار پوځي ادارې اعلان وکړ چې د نوي کال د دودیزې رخصتۍ له امله د بخښنې د یوې برخې په توګه به له ۳۰۰۰ څخه ډیر بندیان خوشې کړي.

د MRTV ټلویزیون اعلان وکړ چې د میانمار د پوځي رژیم واکمن ارګان دولتي اداري شورا، د نوي کال د دودیزې رخصتۍ له امله ۳۱۱۳ تنو  بندیانو چې ۹۸ تنه یې بهرني وګړي دي د  بخښلو او خوشې کولو پریکړه کړې ده .

د یانګون په ښار کې د انسین زندان چارواکي ویلي، د هېواد له ستر زندان څخه د خوشې شویو بندیانو شمېر او نومونه لا نه دي معلوم.

تون کي، چې د پخوانيو سياسي بنديانو د ټولنې غړى دى، وويل، دوى دا ډول کړنې د "سياسي لمبرو  د  د ترلاسه کولو"، د نړيوال فشار د کمولو او د پوځ د مشروعيت د ښودلو په سترګه ګوري.

د میانمار پوځ د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په لومړۍ  نیټه کودتا په کولو سره واک ترلاسه کړ. پوه دا کار  وروسته له هغې وکړ د ۲۰۲۰ کال  په عمومي ټاکنو کې د درغلیو تورونه ولګول شول او په هیواد کې سیاسي کړکیچ شتون درلود. پوځ ډیری چارواکي او د واکمن ګوند مشران په ځانګړي توګه د هیواد پخوانۍ مشره او د بهرنیو چارو وزیره آنګ سان سوچي توقیف کړه او د یو کال لپاره یې بیړنی حالت اعلان کړ.

د ویلو ده چې د کودتا نه وروسته زنداني سیاستوال په خپلو پلویانو د کودتاچي‌ پوځیانو پر خلاف د مقامت غږ وکړ او پدې ډول د پوځي‌ رژیم پر خلاف مقامت پيل شو.

د کودتا ضد مظاهره چیانو او مقامت کوونکو پر ضد د میانمار د پوځ د وسله والې مداخلې په نتیجه کې تر ۱۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له کودتا وروسته شاوخوا ۱۳ زره کسان بندیان شوي او تر ۱۰ زرو ډېر کسان لا هم بندیان دي.

د ویلو ده چې  میانمار پوځي‌  حکومت یواځې تیره اونۍ په یو کلي‌ د هوايي برید سره په سلګونو تنه ووژل.

د سیاسي بندیانو د مرستې سازمان ویلي، له کودتا وروسته په دغه هېواد کې له ۱۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰ زرو ډېر بندیان شوي دي. د میانمار پوځي محکمو د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱۴ سیاسي بندیانو ته د مرګ سزا اورولې ده.



اړوند خبرونه