په امریکا کې د غواګانو په یو فارم کې د چاودنې له امله نږدې ۱۸۰۰۰ غواګانې له منځه تللي دي
د امریکا په تکزاس ایالت کې د زراعتي غواګانو په یوه فارم کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۸ زره غواګانې وژل شوي دي.
د امریکا په تکزاس ایالت کې د زراعتي غواګانو په یوه فارم کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۸ زره غواګانې وژل شوي دي.
د تکزاس ایالت مسئولینو ویلي دي چې پدې چاودنه او اورلګیدنه کې یو کس سخت ټپي شوی دی. ویل کیږي دا چاودنه د ډیمیټ ښار ته نږدې د جنوبي فورک لبنیاتو په فارم کې پرامنځته شوې ده. چارواکي باور لري چې ښايي چاودنه د میتان ګاز له امله شوې وي.
پولیسو ویلي دي چې په ځايي وخت د ماښام د ۷ بجو او ۲۱ دقیقو پر مهال يي د چاودنې په اړه راپور ترلاسه کړ. وروسته په خپرو شوو عسکونو کې ښکاري چې د سیمې نه تور لوګی پورته کیږي.
د پېښې ځای ته رسېدلي پولیس او بېړنیو ډلو ویلي چې یو بند پاتې شوی کس یې ژغورلی او روغتون ته لېږدولی دی. د ټپي شوي کس ژوند په خطر کې دی.
که څه هم د اور او لوګي له امله د وژل شویو څارویو کره شمېره معلومه نه ده، خو امنیتي چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې شاوخوا ۱۸ زره څاروي مړه شوي دي.