شمالي کوریا یو ځل بیا یو بالستیک توغندی وازمایه
شمالي کوریا د جاپان د سمندر پر لورې یو بالستیک توغندی وتوغو
د جاپان حکومت اعلان وکړ چې شمالي کوریا یو بالستیک توغندی ازمویلی دی. د بله پلوه د جاپان د خبرداری سیسټم د خلکو په خوندي ځایونو کې د پټیدو غوښتنه کړې وه .
د جاپان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې شمالي کوریا په ځايي وخت سهار اته بجو په شاوخوا کې یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د جاپان ساحلي ګارډ یو پیغام خپور کړی چې ښايي دغه بالستیک توغندی د دغه هېواد په شمال کې د هوکایډو په سیمه کې ولویږي.
د جاپان د بیړني خبرتیا سیسټم له لارې د سیمې اوسیدونکو خوندي ځایونو ته د ښکته کیدو غوښتنه کړې وه.
وروسته د جاپان د دفاع وزارت اعلان کړی چې دغه بالستیک توغندی د هوکایډو په سواحلو کې غورځېدلی دی.
په ټوله سیمه کې د تیز رفتار ریل خدمات د لنډ وخت لپاره ځنډول شوي وو.
د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز تایید کړه چې دا ازموینه د شمالي کوریا له ختیځ ساحل څخه ترسره شوې ده.
د ویلو ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د روانې اونۍ په پيل کې د کارګر ګوند دفاعي چارو کمیټې بیړنۍ غونډه کړې وه او هر څه ژر يي د هیواد د اټومي ظرفیت د کچې د لوړولو غوښتنه کړې وه.