امریکا په سوریه کې د داعش د یو مهم غړي د نیولو نه خبر ورکړی دی
د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د سوریې په ختیځ کې یې د داعش د ترهګرې ډلې یو مشر حذیفه ال یمني او د هغه دوه مرستیالان نیولي دي.
1974428
د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د سوریې په ختیځ کې یې د داعش د ترهګرې ډلې یو مشر حذیفه ال یمني او د هغه دوه مرستیالان نیولي دي.
د امریکا د مرکزي ځواکونو سنټکام له خوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي چې حذیفه ال یمني چې د داعش د بریدونو پلان جوړوونکی بلل کیږي، د امریکايي ځواکونو لخوا د هلیکوپتر په ملاتړ د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو .
په اعلامیه کې راغلي دي چې د سوریې په ختیځ کې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د یمني نیول د دې سازمان د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ته د پام وړ ضربه ده.