ایټالیا د ناقانونه کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره د ۶ میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ
په ایټالیا کې، ښي اړخو ایتلافي حکومت په وروستیو وختونو کې د ډیرو زیاتو غیرې قانوني کډوالو د راتګ له امله په ټول هیواد کې د ۶ میاشتو لپاره بیړني حالت اعلان کړ.
په ایټالیا کې، ښي اړخو ایتلافي حکومت په وروستیو وختونو کې د ډیرو زیاتو غیرې قانوني کډوالو د راتګ له امله په ټول هیواد کې د ۶ میاشتو لپاره بیړني حالت اعلان کړ.
په وروستیو وختونو کې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو د راتګ په شمیر کې ډیر زیات زیاتوالی د دې لامل شوی چې د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په مشرۍ د ښي اړخو ایتلافي حکومت نوي ګامونه پورته کړي.
لومړي وزیر میلوني د کابینې له غونډې وروسته په خپور کړي بیان کې ویلي دي "موږ د کډوالۍ د جریان د لا ښه مدیریت کولو او دې ستونزې ته په خپل وخت او موثره توګه د ځواب ویلو په موخه د ناقانونه کډوالۍ په اړه د بیړني حالت د اعلانولو پریکړه وکړه. "
د ایټالیا د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې ، ایټالیا ته د ناقانونه کډوالۍ د کچې د ډیر زیات لوړیدو او د کډوالو په کمپونو کې او استوګنې په مرکزونو کې د خلکو د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې او په راتلوونکو میاشتو کې ددې شمیرو د لا زیاتیدو د وړاندوینو او اټکلونو ، د کډوالو په کمپونو کې د هغوې د اړتیاو او همدارنګه د هغو کسانو د ډیپورتولو په خاطر چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي په ټول هیواد کې د ۶ میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې په ایټالیا کې د ناقانونه کډوالۍ د جریان مدیریت لپاره اضطراري حالت به د ۶ میاشتو لپاره دوام وکړي او د بیړني حالت لپاره ۵ میلیون یورو بودیجه ځانګړې شوې ده. د میلوني په مشرۍ د ښي اړخ ایتلافي حکومت د اروپا میشته غیر دولتي سازمانونو پورې اړوند د هغه کښتیو فعالیتونه محدود کړل چې په سمندر کې د ژغورنې عملیات ترسره کول.
د ویلو ده چې، د شمالي افریقا له لارې ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو راتګ دوام لري.
د ايټاليا رسنیو ویلي دي چې ، د ايټاليا د ساحل ساتونکو ټيمونو د اپريل له ۷ څخه تر ۱۱ پورې په بېلا بېلو عملياتو کې شاوخوا دوه زره ناقانونه کډوال په سمندر کې وژغورل. د بله پلوه هویل شوي چې د سیسلي ټاپو ته نږدې د کب نیوونکو یوې کښتې کې چې د ۸۰۰ تنه ناقانونه کډوال شتون لري د ژغورنې عملیات دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر ۱۱مې نیټې پورې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته د راغلو ناقانونه کډوالو شمیر ۳۱۲۹۲ تنو ته رسیدلی دی. تېر کال په همدې موده کې ایټالیا ته ۷ زره ۹۲۸ ناقانونه کډوال راغلي وو.