هندوستان کې په یوې پوځي هډه کې د برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنه پوځيانو ژوند د لاسه ورکړی دی
په هندوستان کې په یوې پوځي هډه کې د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنه پوځيانو ژوند د لاسه ورکړ.
په هندوستان کې په یوې پوځي هډه کې د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنه پوځيانو ژوند د لاسه ورکړ.
د هندوستان پوځ د بیان په خپرولو ویلي دي چې نن چار شنبه د اپریل ۱۲ مه نيته په پنجاب ایالت کې د بټینډا په پوځي هډه کې وسله وال برید رامنځته شو چې له امله يي ۴ تنو پوځيانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي دا پیښه د سهار په ۴ بجو او ۳۵ دقیقو رامنځته شوې ده . د ډزو نه سمدلاسه وروسته د چټک غبرګون ځواکونو سیمه محاصره کړه.
د سیمې د محاصره کیدو نه وروسته د لټون عملیات پيل شوي دي.
د برید په اړه د زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده .
د بله پلوه د هندوستان د پنجاب ایالت پولیسو بیا ویلي دي چې دا پيښه د ترهګرۍ سره کوم تړاو نلري.
ویل کیږي پدې پوځي هډه کې دوه ورځې مخکې یوه ۲۸ ډزه ټوپک لا درکه شوی وو او ګمان کیږي چې پدې برید کې د هماغه ټوپک نه کار اخیستل شوی وي.