د جرمني پوځ د پرسونل او تجهیزاتو د جدي ستونزې سره مخامخ دی
د جرمني پوځ ویلي چې د پرسونل او تجهیزاتو د کموالي له امله دوی نشي کولی چې د ۲۰۲۵ کال نه په اعتبار سره د ناټو سره د بعضو مسئولیتونو د په غاړه اخیستو په اړه کړې ژمنې پر ځای کړي.
د جرمني پوځ ویلي چې د پرسونل او تجهیزاتو د کموالي له امله دوی نشي کولی چې د ۲۰۲۵ کال نه په اعتبار سره د ناټو سره د بعضو مسئولیتونو د په غاړه اخیستو په اړه کړې ژمنې پر ځای کړي.
بلډ ورځپاڼې په هغه ۱۴ مخیز راپور کې چې د جرمني د ځمکنیو ځواکونو د قومندان ډګرجنرال الفوس مایس له خوا لوی درستیز ته استول شوی، راپور ورکړی دی.
په راپور کې یادونه شوې چې المان به د پرسونل او تجهیزاتو د کموالي له امله تر ۲۰۲۵ کال نه په اعتبار سره د ناټو سره د بعضو مسئولیتونو د په غاړه اخیستو په اړه کړې خپلې ژمنې پوره نه کړي.
مایسین ویلي دي، "د ټولو هڅو سره سره، اردو به یوازې د ۲۰۲۵ کاله پورې د عملیاتي چمتووالي محدود حالت رامینځته کړي." په راپور کې دې ته په اشارې سره ویل شوي دي که چیرې د پوځ ټولو ذخیرو او ډیپوګانو ته مراجعه هم وشي دوې نشي کولی چې پوځ د ۲۰۲۵ م کاله پورې په هغه سیستمونو چې تمه يي کیږي سمبال شي.
په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي ، که چیرې بیړني اقدامات ونه شي نو پرسونل او مواد به ختم شي . له همدې امله د دفاعي بودیجې د پرله پسې زیاتولو غوښتنه شوې.