په هند کې د یو مندر د فرش د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په هندوستان کې د یو مندر د فرش د نړېدو په نتجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1967926
په هند کې د یو مندر د فرش د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په هندوستان کې د یو مندر د فرش د نړېدو په نتجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هندي‌ رسنیو د خبر  له مخې،  ددې هیواد په اندور کې د پنجشنبې په ورځ  په  یو مندر کې چې په زرګونو کسانو د یوې مهمې مذهبي ورځې په لمانځلو بوخت و فرش ونړېد او په لسګونو تنه لاندې یو د اوبو یو تالاب ته وغورځید.

د اندور د سیمې مشر خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  پدې پيښه کې تر اوسه پورې  "۳۵ کسان وژل شوي، یو کس لا هم ورک دی او د ژغورنې کار روان دی".

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې د پېښې د خبر په اورېدو خواشینی شوم.

هغه وویل چې دولت د ژغورنې او مرستې په کارونو بوخت دی، زما خواخوږي د اغیزمنو خلکو او د هغوی له کورنیو سره ده.

د نریندرا مودي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته به دوه لکه روپۍ (۲۴۰۰ ډالره) ورکړل شي.

د هند د مدهیا پردیش ایالت د کورنیو چارو وزیر نیروتم میشرا خبریالانو ته وویل چې په اندور کې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د پولیسو یوه چارواکي منیش کاپوریا ویلي، د ژغورنې هڅې روانې دي او ټپیان د درملنې لپاره دولتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په مدیا پردیش ایالت کې تلویزیوني‌ تصویرونو ښودلې چې د ژغورنې کارکوونکي  د رسۍ زینې په کارولو سره په حوض کې بند پاتې خلکو ته ځانونه رسوي، په نورو ویډیوګانو کې په فرش کې سوري او د اوسپنې ټوټې ښودل شوي او د پولیسو افسران سیمه محاصره کړې ده .

په هند کې، د رام نومي (د هندوانو د خدای رام د زیږیدنې) په مناسبت، په ټول هیواد کې معبدونه د عبادت کونکو څخه ډک شوي


پيوندونه: #مندر , #هندوستان

اړوند خبرونه