د امریکا ولسمشر جو بایدن او بهرنیو چارو وزیر بلینکن د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د روژې مبارکه میاشت له امله د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وویله.

1963889
د امریکا ولسمشر جو بایدن او بهرنیو چارو وزیر بلینکن د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د روژې مبارکه میاشت له امله د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وویله.

بایډن د روژې میاشتې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې ده.

بایډن په امریکا او ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې میاشت د رارسیدو له امله مبارکي وویله او زیاته کړه ، "د امریکا په توګه، موږ هم د اسلامي  ټولنو نه چې د تفکر پدې سپڅلې دوره کې د  له سختیو او ویجاړیو سره مخ شوي دي خپل ملاتړ تکرارو. موږ به د تورکیې او سوریې د خلکو تر څنګ  چې پدې وروستیو ویجاړونو زلزلو خپل ډیری خپلوان له لاسه ورکړي،  او د پاکستان خلکو نه  چې د تیر اوړي د سیلاب له ناورین وروسته خپل ژوند بیا رغوي خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړو."

بایډن د مذهبي عقیدې پر آزادۍ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، د امریکا په توګه له خپلو شریکانو سره په ګډه د چین په خلق جمهوریت کې اویغورانو، په برما (میانمار) کې د روهینګیا او د نړۍ په څلورو ګوټونو کې د نورو مسلمانانو سره  چې له ظلمونو او فشارونو سره مخامخ دي ملاتړ کوو او د پيوستون په حال کې یو.

بایډن په هیواد کې د مسلمانو امریکایانو پر ونډې، له ساینس او ​​ټکنالوژۍ څخه تر هنرونو او اکاډمیکو، له قانون او طب څخه تر سوداګرۍ او بیوروکراسۍ پورې د یوه مساوي، عادلانه او زغم لرونکي ملت د جوړولو په برخه کې خپله ژمنه تکرار کړه.

بایډن په امریکا او نړۍ کې ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې میاشتې مبارکي ویلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپل بیان کې ویلي چې دوی په اسلامي نړۍ کې خپلو ملګرو ته خپل ژور درناوي وړاندې کوي او ویلي یې دي چې "موږ په کور دننه او بهر د ټولو خلکو لپاره د مذهب ازادۍ  تشویقولو ته دوام ورکوو. موږ  په نړۍ کې یو عشاریه ۸  میلیارد مسلمانانو ته د سوکاله رمضان هیله کوو.

د نیویارک ښاروال ایریک اډمز هم ویلي چې روژه یوه سپیڅلې میاشت ده او د نیویارک د مسلمانانو لپاره د روژې مبارکي وایو.



اړوند خبرونه